ملګري ملتونه په سېلاب ځپلو سیمو کې بشري او پرمختیايي مرستې کوي
د ملګرو ملتونو ځېنې استازي چې تازه بغلان ته رسیدلي، د اسلامي امارت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته ډاډ ورکړی، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې به یې ماموریت د پخوا سره په توپیر وي.
دا ځل ملګري ملتونه غواړي د بشري مرستو سربیره سېلاب ځپلو سیمو کې پرمختیايي پروژې هم عملي کړي.
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو پلاوي ته وویل، بغلان کې وروستي سېلاب د استوګنیزو کورونو سربیره ۱۹ کلینیکونه، ۱۹ ښوونځي، ۱۱۵ پلچکونه، د اوبو لسګونه لوی او کوچني کانالونه او ۶۰ کېلومتره سړک هم له کاره غورځولی دی.
دا چې بغلان او نورو ولایتونو کې د تېرو خونړیو سېلابونو له امله اوښتي زیانونه څومره دي تر اوسه یې کره مالومات نشته خو د میلیونونو افغانیو په ارزښت د زیانونو اوښتو اټکل شوی دی.