هېواد کې د افغانستان انترنیشنل تلوېزیون کتل منع شول

هېواد کې د افغانستان انترنیشنل تلوېزیون کتل منع شول افغانستان
یاده رسنۍ په لوی لاس ځينې مسلكي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي، ټولنيزه هوساينه، اخلاقي او رواني امنيت زيانمنوي

حریت نیوز ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه مکتوبونه رسېدلي، چې پر اساس یې هېواد کې د افغانستان انترنیشنل راډیو تلوېزیون کتل او اورېدل منع شوي.

یاد وزارت په دوو جلا مکتوبونو کې د استخباراتو لوی ریاست او امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه همکاري غوښتې، تر څو هېوادوال د دې تلوېزیون له کتلو څخه منع کړي.

اطلاعاتو او کلتور وزارت مکتوب کې ویل شوي، چې یاده رسنۍ په لوی لاس ځينې مسلكي سرغړونې او له اخلاقي او حقوقي پولو تېری کوي، ټولنيزه هوساينه، اخلاقي او رواني امنيت زيانمنوي.

وزارت زیاته کړې، چې یاده رسنۍ له اسلامي، ملي  ارزښتونو، اخلاقي او حقوقي کودونو څخه سرغړونې کوي او د وګړو شخصي حریم ته درناوی نه لري.

یاد وزارت پر ټولو شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غږ کړی، چې د دې تلوېزیون خپرونو کې له ګډون ډډه وکړي.

د یادولو ده، چې د رسنیو کارپوهان او مخکښان افغانستان انترنیشنل د زېړ ژورنالېزم پر مسیر روانه رسنۍ ګڼي، هغه چې د خپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره اصول او قانون نه پېژني.

تړلي موضوعات