د تاتارستان کاماز شرکت افغانستان کې خپل فعالیت پیلوي
د تاتارستان هېواد کاماز شرکت مسئولینو د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولینو سره په کتنه کې ویلي، له افغان پانګوالو سره د همکارۍ لپاره په افغانستان کې د دې شرکت فعالیت بیرته له سره پیلوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغو مسئولینو په افغانستان کې د موټرو د بسته بندي د یوې فابریکې د جوړولو لپاره لېوالیتا ښودلې او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت څخه د مرستې غوښتنه کړې.
یاد وزارت همداراز ویلي، دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دې شرکت له پروژو څخه د ملاتړ ترڅنګ له هغوی غوښتي، چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې فرصتونه دې له نږدې وګوري.