تورخم لار په موقت ډول تړل کیږي

تورخم لار په موقت ډول تړل کیږي افغانستان
تورخم دروازه

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت خبر ورکړی، چې تورخم دروازه به په موقت ډول د ذي القعدې له اتمې تر لسمې نېټې پورې د درېیو ورځو لپاره د مسافرو او ناروغانو پر مخ تړلې وي.

 ښاغلي کمیسار د دغې لارې د تړل کېدو علت د پاکستان هېواد له لوري نویو ودانیو ته د زړو دفترونو انتقالول ښودل شوي.

تورخم کې ځایي مسؤلینو له خلکو غوښتي، چې په یادو ورځو کې پر دغې لارې د تلو هڅه ونه کړي.
د تورخم د کمیسار په خبره یاده لار به د باربرۍ موټرو پرمخ ۲۴ ساعته خلاصه وي او د دغو موټرو چلوونکي کولای شي، دواړو لوريو ته تګ - راتګ وکړي.

تړلي موضوعات