۲۱۵ عزم قول اردو کې ۱۶ عرادې پوځي وسایط بیا رغول شوي

۲۱۵ عزم قول اردو کې ۱۶ عرادې پوځي وسایط بیا رغول شوي افغانستان
پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د دویمې پلې لوا د تخنیک انجینرانو له لوري ۱۶ عرادې بیلابیل ډوله پوځي وسایط بیا ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې وسایطو کې ۱۰ عرادې هاموې ټانګونه، ۳ عرادې انټرنیشنل باري وسایط او درې عرادې امبولانس موټر شامل دي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو د هلمند ولایت د دويمې پلې لوا په ورکشاپونو کې بیارغول شوي او ګټې اخیستنې چمتو شول.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند په بیلابیلو قول اردوګانو کې په زرګونو له تیرې ادارې پاتې تخریب شوي پوځي وسایط بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

تړلي موضوعات