ا.ا. له ګاونډیو هېوادونو سره متقابل درناوي او نېکو اړیکو ته ژمن دی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ایران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمدحقاني سره کتلي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره متقابل درناوي او نېکو اړیکو ته ژمن دی.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت به په خپل ټول توان سره په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند مسائلو ته د رسیدنې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
ها خوا په دې کتنه کې په ایران کې د اسلامي امارت سفیر مولوي فضل محمد حقاني ویلي، د سفارت مسئولین له ایران سره د مناسباتو د لا پراختیا او پیاوړتیا هڅې کوي. په خبره یې، د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو ستونزو ته رسېدنه شوې.
نوموړي په یاد هېواد کې مېشتو ټولو افغانانو ته د تذکرو او پاسپورټونو د وېش په اړه د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.