سمنګان او جوزجان کې نږدې ۱۵ تنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي له منځه وړل شوي

سمنګان او جوزجان کې نږدې ۱۵ تنه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي له منځه وړل شوي افغانستان
درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارني ټیمونو له لوري راټول شوي وو

د خوړو او درملو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د سمنګان د خوړو او درملو امریت یې په تېره یوه میاشت کې ۲۷۹ قلمه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي او درملیز توکي چې ۱۰ ټنه کیږي راټول او له مینځه وړي دي.

دغې ادارې ویلي، چې دغه توکي له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارني ټیمونو له لوري راټول شوي وو.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې د جوزجان ولایت د خوړو او درملو امریت یې هم ۴۶۲ قلمه بې کیفیته او تاریخ تېره توکي چې ټولیز وزن یې ۴.۵ ټنه کېږي راټول او له منځه وړي دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه اندازه توکي یې د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ له ۵۹ بابه درملیزو او ۳۷ بابه خوراکي تائسیساتو څخه په تېرو لسو ورځو کې راټول کړي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د خوړو او درملو ملي اداري فعالیتونه ګړندي شوي، چې هره ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خوارکي او غیرخوراکي تاسیساتو د څارنې په ترڅ کې هغه خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د انسانانو ژوند ته ګواښي پېښوي راټول او له منځه وړي.

تړلي موضوعات