اسلامي امارت د ثور ۸مه د هېواد د آزادۍ ورځ بللې ده
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ۱۳۷۱ هـ ش کال د ثور د میاشتې اتمه ، چې په افغانستان کې د روسي اشغالګرو له ملاتړ څخه د برخمن رژیم د پای ورځ ده د هېواد د ازادۍ ورځ بللې ده.
اعلامیه کې راغلي، چې ۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه څو تنو پردي پالو کمونستانو په افغانستان کې کودتا وکړه، چې له امله یې په هېواد کې سترې جگړې او بدبختی پیل شوې او له امله یې افغان ولس سخت ځاني او مالي زيانونه و گالل.
اعلامیه زیاتوي، چې افغان مجاهد ولس د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندی ۱۴ کاله مبارزه وکړه، چې په ترڅ کې یې نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونه نور له بېلابېلو مشکلاتو سره مخ او قربانیو په قیمت د وخت شوروي اشغالګر مات او وروستۍ کمونستي اداره هم را نسکوره او هېواد په بشپړه توگه ازاد کړ.
اسلامي امارت ویلي، د تېر اشغال په پای ته رسېدو سربېره افغانستان تازه له شل کلن غربي اشغال څخه هم ازاد شوی، چې اسلامي امارت هڅه کوي د دې ملت دلسگونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بيا ضایع نشي او په هېواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توگه نافذ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ثور د ۷ مې نېټې کمونستي کودتا توره ورځ غندلې او ورپسې د ثور ۸ مه یې د هېواد د آزادۍ ورځ بللې ده.