تېرو څو ورځو کې نږدې ۴زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېرو څو ورځو کې نږدې ۴زره کډوال هېواد ته راستانه شوي افغانستان
له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبر هېواد ته راستانه شوي دي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو ورځو کې نږدې ۴ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبر هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، ۲زره ۵۲۲ تنه کډوال د تېري پنجشنبې په ورځ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغې وزارت د معلوماتو له مخې چې ۱۲۴۳ تنه کډوال په تېرو دوو ورځو کې د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د دویمې جوپې تر پیل وروسته د اسلامی امارت مسئولینو په دې برخه کې د پوره چمتووالي خبر وکړی دی.

تړلي موضوعات