کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړېږي

کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون جوړېږي افغانستان
د کرنې وزارت همکارې ادارې او مؤسسې به په کې ګدون وکړي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د کابل په بادام باغ کې د «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول او د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» تر شعار لاندې د کرنیزو محصولاتو پسرلنی نندارتون جوړېږي.

ټاکل شوې دغه نندارتو به د روانې غویې میاشتې له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې جوړ شي.

په دې نندارتون کې به د هیواد ګڼ شمېر کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شي، چې د کرنې وزارت همکارې ادارې او مؤسسې به په کې ګدون وکړي.

د کرنیزو محصولاتو دغه نندارتون وروسته له هغې جوړېږي، چې دامهال په کابل کې د افغان – قزاق په نوم نړېوال نندارتون دوام لري، چې د شاوخوا ۸۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو تولیدات او محصولات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې د نورو کورنیو محصولاتو او تولیداتو ترڅنګ د هېواد کرنیزو محصولاتو ته هم بازار موندنه وکړي، تر څو بزګران هم د خپلو توی کړو خولو ثمره ترلاسه کړي. 

تړلي موضوعات