له اسلامي امارت سره به خپلې تجربې شریکې کړو

له اسلامي امارت سره به خپلې تجربې شریکې کړو افغانستان
د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو او تجریو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي

کابل ته د مالیزیا د لوړ پوړو چارواکو راغلي پلاوي د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادنو د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ دنشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې، د پولیسو روزنې او د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو او تجریو د تبادلې په اړه خبرې شوې دي.

د دغه پلاوي مشرې مېرمن داتو شازلینا د سایبري امنیت او ډیجیټلي جرمونو په برخه کې د مالیزیا د هڅو او ظرفیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنک ژمنه کړې، چې د افغانستان له موجوده نظام سره به تجربې شریکې کړي.

بلخوا په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، افغانان د خپلې ازادۍ او هېواد خاوندان دي په افغانستان کې امنیت ټینګ او د افغانانو ترمنځ یووالي اعاده شوی.

ښاغلي حقاني له ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د نږدې اړیکو غوښتنه کړې.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د مالیزیا له هغو تجربو څخه به استفاده وکړي، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت سره پخلا وي.

تړلي موضوعات