تېره ورځ پاکستان ۷۷۸ افغان کډوال په جبر را ستانه کړل

تېره ورځ پاکستان ۷۷۸ افغان کډوال په جبر را ستانه کړل افغانستان
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ته ورپېژندل شوي دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ د غویي په ۳مه د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۷۷۸ افغان کډوال په جبر ایستل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۷۰ کورنۍ، چې د پاکستان له زندانونو نه د تازه ازاد شویو  ۱۸ تنو په شمول ۳۹۰ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

همداراز ۳۷۰ تنه کډوال بیا د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې او د لا زیاتو مرستو لپاره د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ته ورپېژندل شوي دي.

دغه کسان وروسته له هغې هېواد ته راستنېږي، چې د پاکستان له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو دویمې څپه پیل شوې، خو اسلامي امارت وایي، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

تړلي موضوعات