ولایتونو کې د ښوونیزو چوپړونو د ښه والي لپاره بنسټیز پلانونه لري
د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د ولایتونو د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، په ولایتونو کې د ښوونیزو چوپړونو د لا ښه والي په موخه یو لړ بنسټیزو پلانونه تر لاس لاندې لري، چې عملي چارې یې پیل شوې دي.
ښاغلي وزیر د مدارسو لپاره د ټاکل شوي ښوونیز نصاب پر پيلیدو هم ټینګار کړی دی.
نوموړي د کندهار د پوهنې له رئیس سره په کتنه کې د دې ولایت د پوهنیز وضعیت په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزیر په ولایتونو کې د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه د هېواد سویلي ولایتونو ته په سفر وتلی او د پوهنې د ښه والي په موخه یې د دغو ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته لازمې لارښوونې هم کړې دي.