د خوست او ارزګان د پاسپورټ ادارو تر۲۸۰ میلیونه افغانیو زیات عواید راټول کړي

د خوست او ارزګان د پاسپورټ ادارو تر۲۸۰ میلیونه افغانیو زیات عواید راټول کړي افغانستان
د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي

د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکوي، چې تېر کال د خوست او ارزګان ولایتونو د پاسپورټ مدیریتونو د پاسپورټونو د وېش له درکه ۲۸۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ عواید راټول کړي.

یاد ریاست زیاتوي، چې په خوست کې د ۴۲ زره ټوکه پاسپورټونو په وېش سره ۲۱۲ میلیونه ۴۲۶ زره او په ارزګان کې د ۱۱ زره ټوکه پاسپورټونو د وېش له درکه ۶۰ میلیونه ۱۵۷ زره افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د پاسپورټ د عمومي ریاست له لوري په ټول هېواد کې زرګونه کسانو ته پاسپورټونه وېشل کېږي او یاده اداره د پاسپورټ غوښتونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.

تړلي موضوعات