د استخباراتو عمومي ریاست؛ هېواد کې د امنیت ضد ډلې ځپل شوې

د استخباراتو عمومي ریاست؛ هېواد کې د امنیت ضد ډلې ځپل شوې افغانستان
د تېر کال برید کوونکي نیول شوي او د خپلو اعمالو په سزا یې رسولي دي

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست په اختریز پیغام کې په هېواد کې د امنیت ضد ډلو د ځپلو خبر ورکړی.

دغې ریاست په خپل پیغام کې هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د تېر کال برید کوونکي نیول شوي او د خپلو اعمالو په سزا یې رسولي دي.

یاد ریاست همداراز زیاته کړې، امیتي ځواکونو ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او بهرنیو ډپیلوماټیکو بنسټونو ته یې ویلي، چې له خپل امنیت ډاډه وي او خپلې ډپیلوماټیکي چارې دې پرته له کومې وېري پر مخ بوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر رارسېدو وړاندې ټولو امنیتي ارګانونو د بشپړ امنیت لپاره له ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکړی وو.

تړلي موضوعات