د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د اختر لمونځ په بشپړه امنیتي فضاء کې اداء شو

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د اختر لمونځ په بشپړه امنیتي فضاء کې اداء شو افغانستان
د ازادۍ او امن ساتلو په موخه د تېر په څېر اطاعت وکړي

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو جامع جوماتونو په ګډون، جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د نيکمرغه کوچني اختر لمونځ په ډاډمنه امنيتي فضاء کې اداء شو، چې پر مهال يې د ننګرهار والي، د ادارو مسئولينو، ښاريانو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

د اختر لمانځه اداء کولو په مراسمو کې د دې ولایت د علماوو شورا مرستيال مولوي لعل محمد صديقي شته امنيت او ازادي د شهيدانو د قربانيو ثمره وبلله او له مسئولينو يې وغوښتل چې د ازادۍ او امن ساتلو په موخه د تېر په څېر اطاعت وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې پر مهال ننګرهار ولایت یو له هغو ولایتونو و، چې د داعش خوارجې ډلې غړو د هیواد تر ټولو ولایتونو ډېر فعالیت په کې درلود او وخت ناوخت به د خونړیو پېښو شاهد و، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو را په دېخوا دا څووم اختر دی چې په بشپړه ډاډمنه امنیتي فضاء کې او پرته له هیڅ ډول امنیتي پېښې لمانځل کېږي.

تړلي موضوعات