د اختر له را رسېدو سره سم کابل ښاروالۍ د دې ښار بېلابېلو سیمو ته ځانګړې ښکلا ورکړې

د اختر له را رسېدو سره سم کابل ښاروالۍ د دې ښار بېلابېلو سیمو ته ځانګړې ښکلا ورکړې افغانستان
د ښاریانو په فکري لید کې اغېزمن تمام شي

کابل ښاروالۍ د کابل ښار له بېلابېلو سیمو د انځورونو په خپرولو سره وايي، چې دغې ادارې د کوچني اختر په مناسبت د کابل ښار بېلابېلې برخې د ځانګړي پلان  او کلتور جوړونې له مخې په رنګونو او ځانګړو څراغونو سره روښانه او رنګ کړې دي.

د کابل ښاروالۍ په خبره، دا کار کولای شي خلکو ته یو ښه او هیله من احساس ورکړي او د ښاریانو په فکري لید کې اغېزمن تمام شي.

ورته مهال دې ادارې په کابل کې د دهمزنګ څلورلارې، پل سرخ، د درېیم پروان سړک او د ښار نورې برخې په ځانګړو رنګونو او ډیزاینونو سره ښکلې کړې دي.

تړلي موضوعات