په تېره اداره کې د کاپیسا امنیه قومندان هېواد ته راستون شو

په تېره اداره کې د کاپیسا امنیه قومندان هېواد ته راستون شو افغانستان
د فتحې پر مهال له هېواده بهر تللي و

افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون خبر ورکړی، چې په تېره اداره کې د کاپیسا امنیه قومندان جنرال عبدالبصیر خپلواک د دې کمېسیون په هڅو هېواد ته راستون شوی.

د دې کمېسیون د خبر له مخې، یاد جنرال چې په تېره اداره کې د کاپیسا ولایت امنیې قومندان و، دا مهال په ترکیې هېواد کې مېشت و، او له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې بېرته هیواد ته راستون شوی.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له دې د تېرې ادارې په ولسي جرګه کې د سیکهانو استازی نرندرسینګ خالصه هم د دې کمېسیون له لارې له کاناډا بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

باید وویل شي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د عمومي عفوې او له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون له رامنځته کېدو وروسته، د دې کمېسیون په هڅو سلګونه تنه هغه افغانان بیرته هېواد ته راستانه شوي، چې د فتحې پر مهال له هېواده بهر تللي و.

په راستنو شویو کسانو کې لوړپوړي پوځي چارواکي، د ولسي جرګې غړي، د بېلابېلو ادارو رئیسان او نور کسان شامل دي.

تړلي موضوعات