د اختر له رخصتیو وروسته د دولتي ادارو له حاضریو څارنه کوي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دولتي ادارو له کار کوونکو غوښتي، چې د اختر له رخصتیو وروسته دې خپلو دندو ته حاضر شي.
دغه راز دې وزارت له ټولو ادارو هم غوښتنه کړې، چې د خپلو کارکوونکو حاضرۍ دې په جدي توګه کنټرول، او راپورونه دې یې دې وزارت ته واستوي.
کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې له اختریزو رخصتیو وروسته به د دې وزارت څېړونکي د دولتي کارکوونکو له حاضریو څارنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اختر درې ورځې چې له سبا چهارشنبې پیل، او د شنبې په ورځ پای ته رسېږي، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.