کندز کې دوه تنه د جعلي اسنادو په تور نیول شوي
د کندز امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې دوه تنه د جعلي اسنادو او دوکې په تور نیول شوي دي.
امنیه قومندانۍ ویلي، دغو کسانو د پیسو په بدل کې د کندز اوسېدونکو ته د ښوونځيو جعلي اسناد جوړول، چې د درېیمې امنیتي حوزې ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د یادې قومنداني د مسئولینو په خبره، نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.