د دې ولایت پاسپورټ مدیریت ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د کندهار امنیه قومندانۍ مسئولان وایي، چې د دې ولایت پاسپورټ مدیریت تېر کال ۴۶ زره جلده پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
د دې ولایت امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد حریت نیوز ته ویلي، چې هره ورځ سلګونه تنه د پاسپورټ اخیستلو په پار بایومیټریک کېږي.
تر دې له مخه د کندز د پاسپورټ مدیریت مسئولانو هم ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یې ۱۶۸ میلیونه افغانۍ د پاسپورټونو وېش له درکه عواید ترلاسه کړي و.
دا په داسې حال کې ده چې د مرکز کابل په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش دوام لري او د پاسپورټ عمومي ریاست هم هیوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ژمنه کړې ده.