د کندهار دهلې بند به تر راتلونکو څو ورځو د خلکو مېله ځای وي
د کندهار ولایت د دهلې بند هر کال په ډکېدو او پارچاو کېدو سره سم د زرګونو هېوادوالو د مېلې او تفریح کوربه وي.
تېر کال هم د یاد بند له اوبو څخه د ډکېدو او پارچاو کېدو وروسته د زرګونو هېوادوالو د میلې او تفریح ځای ګرځیدلی وو.
دغه بند د کندهار په ۴۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري، چې د افغانستان یو له سترو بندو څخه شمیر کیږي او د دې ولایت ۷ ولسوالیو زراعتي ځمکو پر خوړوبولو سربیره د کندهار ښار اوسیدونکو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابروي.
یاد بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې د امریکا په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی دی. له خاورو د جوړ د دغه بند اصلي برخه د ۵۵ متره لوړوالي او ۵۳۵ متره اوږدوالي په لرلو سره سربیره غربي اړخ ته له ۱۵ څخه تر ۲۵ مترو لوړوالي سره ۶ واړه بندونه هم لري، تر څو د اوبو سطحه لوړه کړي.
په همدې ترتیب سره د دغې بند ټول اوږدوالی ۲۰۴۰مترو ته رسېږي، چې د پرچاوي برخه یې په کلکه ډبرینه برخه ډیزاین شوې تر څو اضافي اوبه لاندې پرېږدي او د کرنې لپاره اوبه د بند د ټیټې برخې د دروازو په مرسته کنټرولیږي.
د کندهار ولایت د دهلې بند، چې په مجموعي ډول د ۳۱۴ میلیونه متر مکعبه اوبه ذخیرکیدو ظرفیت لري، چې د ۷۰ کلونو په تېرېدو سره یې ۳۴ سلنه زېرمه له خاورو ډکه شوې ده.
اسلامي امارت غواړي، چې دغه بند له ۱۰ څخه تر ۱۲ مترو پورې لوړ کړي، تر څو د اوبو د زېرمي کچه یې ډېره او د ۲۲میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت پیدا کړي.
یاد بند د شاوخوا ۳۰زره هتکاره کرنېزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې اوس مهال یوازې شپږ میاشتې کروندګرو ته اوبه ورکولای شي.
دغې بند ته هر کال د کندهار ښار او نورو ولایتونو څخه په سلګونو سیلانیان د سیل او تفریح په موخه ورځي.