په دې ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی
د کندز ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو او امنیه قومندان پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په لارښوونه د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی دی.
د دې ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، د یاد ولایت ګل تېپې ولسوالۍ کې د کوکنار پر ضد د کمپاین په ترڅ کې پنځه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه په بشپړ ډول پاکه کړې ده.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسئولینو وایي، د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې کمپاین به یې تر هغې دوام ولري، تر څو یې په دې ولایت کې نشه یي توکي په بشپړ ډول نه وي له مینځه وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱ ګڼې د فرمان په اساس په ټول هېواد کې د نشه یې توکو کښت، پېر، پلور او قاچاق منع شوی، چې په ترڅ کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې په زرګونو جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او په تړاو یې په لسګونو کسان نیولي دي.