د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې معاشونه اجرا کېږي
مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د امر او د کوچني اختر د احترام له مخې به د اختر تر را رسېدو وړاندې د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.
یاد وزارت ویلي، سره له دې چې د ۱۴۰۳مالي کال بودیجه نه ده توشیح شوې، خو د کوچنی اختر په رارسېدو د اسلامي امارت مشرتابه د شفقت له مخې د دولتي کارکوونکو د وري میاشتې د معاشونو د ورکړې امر کړی دی.