روان ۱۴۰۳ کال کې لومړني بهرني سیلاني د بدخشان ولایت پامیر ته سفر کړی

روان ۱۴۰۳ کال کې لومړني بهرني سیلاني د بدخشان ولایت پامیر ته سفر کړی افغانستان
له نورو سیلانیانو غوښتنه کړې چې افغانستان ته سفر وکړي

۵۰ کلنه المانۍ نادیجه رایچ لومړنۍ بهرنۍ سیلانۍ ده، چې په روان ۱۴۰۳ کال کې یې د چقمقتین جهیل لیدنې په موخه د بدخشان ولایت پامیر ته سفر کړی دی. 

نوموړې وایي، دا چې یوازې او له کوم بل کس پرته افغانستان ته راغلې د امنیت احساس کوي او له نورو سیلانیانو غوښتنه کړې چې افغانستان ته سفر وکړي. 

په همدې حال کې د بدخشان ولایت د اطلاعاتو کلتور رئیس ذبیح الله امیري وایي، په افغانستان کې په بشپړه توګه امنیت خوندي دی، چې کورني او بهرني سیلانیانو کولای شي سیاحت ته راشي او پر وړاندې یې هیڅ قانوني خنډ نشته. 

بدخشان چې د هېواد یو له سیاحتي ولایتونو څخه دی، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دې ولایت ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ورتګ په بې سارې ډول زیات شوی دی.

تړلي موضوعات