د سولې او اقتصاد نړېوال انسټیټیوټ: افغانستان کې د تروریستي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه ۸۱ سلنه کمه شوې

د سولې او اقتصاد نړېوال انسټیټیوټ: افغانستان کې د تروریستي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کچه ۸۱ سلنه کمه شوې افغانستان
افغان امنیتي ځواکونه

د سولې او اقتصاد نړېوال انسټیټیوټ تازه راپور کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې په کچه کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه انسټیټیوټ چې هر کال په نړۍ کې د امنیت او سولې ارزونه کوي، ویلي چې برعکس له افغانستان بغیر په نړۍ کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبله کچه ۲۲ سلنه لوړه شوې.

د دغه بنسټ د معلوماتو پر اساس تېر کال په ټوله نړۍ کې ۸ زره او ۳۵۲ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د مرګ ژوبلې د کمښت دا کچه د یو نړېوال بنسټ له لوري په داسې حال کې منل کېږي، چې دمګړۍ هېواد کې د اسلامي نظام خلاف هیڅ وسلواله ډله فزیکي حضور نه لري او کله نا کله د پردیو هېوادونو تېر ایستل شوي افراد چې افغانستان کې د داعشي خوارجو په نوم د امنیت ګډوډۍ هڅې وکړي، ژر په نښه او له منځه وړل کېږي.
#حریت_راډيو
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net
واټساپ چېنل لېنک: https://whatsapp.com/channel/0029VaNGcTeEKyZNETeJj72z…
ټلیګرام لېنک: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات