لوګر کې د ماشومانو لپاره ۲۶۲ ټولګي جوړ شوي

لوګر کې د ماشومانو لپاره ۲۶۲ ټولګي جوړ شوي افغانستان
د نږدې ۱۸ زره نویو زده کوونکو د جذب خبر ورکړی وو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست خبر ورکړی، چې د وایفا مؤسسې له لوري د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې له زده کړو محرومو ماشومانو ته ۲۶۲ نوي سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.

د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پوهنې ریاست په حواله ویلي، چې یادې مؤسسې له پوهنې وزارت سره په همغږۍ په لوګر کې د پوهنې په برخه کې فعالیت پیل کړی، چې تر دې مهاله یې له زده کړو پاتې ماشومانو ته ۲۶۲ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي. 

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د لوګر ولایت پوهنې ریاست د دې ولایت دولتي ښوونځیو ته د نږدې ۱۸ زره نویو زده کوونکو د جذب خبر ورکړی وو.

تړلي موضوعات