البدر قول اردو کې ګڼ پوځي وسایط ترمیم شوي

البدر قول اردو کې ګڼ پوځي وسایط ترمیم شوي افغانستان
پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو درېیمې سرحدي عبیده لوا د تخنیک امریت ورکشاپ کې ګڼ پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

په دغو وسایطو کې ۱۵ عرادې هاموې ټانګونه او ۳ عرادې انټرنېشنل کاماز شامل دي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته د هېواد په پوځي مرکزونو کې د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري په زرګونو عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

تړلي موضوعات