۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد ډېری ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نده شوې
د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو د تېرو شپږو میاشتو د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تېر ۱۴۰۲ ل کال کې دهېواد ډېری ولایتونو کې هېڅ کومه امنیتي پېښه نده رامنځته شوې.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر همدې تړاو خبري کنفرانس کې ویلي، کورنیو چارو وزارت په وروستیو ۶ میاشتو کې ۸ زره او ۷۴۷ جنایي پېښې ثبت کړې، چې له ډلې یې ۷ زره او ۲۳۳پېښې کشف او ۱ زر او ۵۲۵ نورې یې بیا تر تعقیب لاندې دي.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې یاده موده کې ۱۲ زره او ۵۴۰ تنه د جنایي جرمونو او ۱۷۲ تنه یې د انسان تښتونې په تړاو نیول شوي، همداراز ۲۱ تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه هېوادوال یې له منګولو ژغورل شوي.
باید یاده شي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت او د امنیتي ځواکونو پر ناپایه هلو ځلو سره ټول هېوادوال له امنیتي وضعیت څخه پوره راضي دي او ترې هرکلی کوي.