خبریالانو ته د خوندیتوب کارتونو وېش لړۍ دوام لري

خبریالانو ته د خوندیتوب کارتونو وېش لړۍ دوام لري افغانستان
د هویت تثبیت او د هغوی پر وړاندې د امنیتي ستونزو مخنیوی دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې د خبریالانو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ لاهم دوام لري. 

د دې وزارت د نشراتو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي، د دغو کارتونو د وېش له پیله زیات شمېر خبریالانو دغه کارتونه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي فراهي خبریالانو ته د دغو کارتونو ورکړې موخه د هویت تثبیت او د هغوی پر وړاندې د امنیتي ستونزو مخنیوی یاد کړی دی.

د نوموړي په خبره، د رسنيزو سرغړونو په صورت يوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مداخلې حق لري، نور ارګانونه باید مستقيمه مداخله و نه کړي. ښاغلي فراهي له رسنيو څخه هم غوښتي، چې داسې څه دې نه خپروي، چې د خلکو ذهنونو ته زيان ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې او د اسلامي امارت مسؤلینو په هر حالت کې د خبریالانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

تړلي موضوعات