د کابل ــ ګردیز او ګردیز ــ خوست لویې لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې
د پکتیا ولایت سیمه ییز مسؤولین خبر ورکوي، چې د کابل ــ ګردیز او ګردیز ــ خوست لویې لارې یې د واورو پاکې کړي او د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوي دي.
د پکتیا ولایت د مقام رسنیز دفتر په دې اړه ویلي، چې عمومي لارې د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوي او د ټولګټو چارو ریاست هڅه کوي ځینې فرعي لارې هم له واورو څخه پاکې اود تګ راتګ پر مخ خلاصې کړي.
له پلازمینې کابل سره نښلیدونکې د هیواد لویې لارې په داسې مهال تړل شوي، چې په تېرو دوو ورځو کې ډېرى ولايتونه د واورې د اورښت شاهدان وو او نن هم په ځينو ولايتونو کې د واورې ورېدو اټکل شتون لري.