نورستان کې غر ښویېدنې ٢٠ کورونه لاندې کړي
باختر خبرې اژانس ويلي، د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ تتین کلي کې د غر ښويېدنې له کبله ٢٠ کورونه تر خاورو لاندې شوي.
ځايي مسئولينو ويلي، تر اوسه له خاورو څخه د پنځو تنو مړو په را ايستلو توانېدلي او د نورو د را ایستلو هڅې دوام لري.
په ورته مهال مسؤولینو ویلي، چې په دې پېښه کې د ځاني تلفاتو د زياتېدو امکان شته، او لامل یې په سيمه د شديدو بارانونو ورېدل بلل شوى دى.