د سرد سېر ولایتونو د پوهنتونونو درسونه به د کب په لومړۍ نېټه پیل شي
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي وایي، چې د پوهنتونونو د ژمني سمستر درسونه به راتلونکو دوو ورځو کې پیل شي.
ښاغلي هاشمي پر خپله اېکس پاڼه کاږلي، چې د سرد سېرو ولایتونو د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو حضوري درسونه به د روان لمریز کال د کب په لومړۍ نېټه پیل شي.
دا پداسې حال کې ده ، چې دهغو ولایتونو چې د سړې هوا لرونکي دي د پوهنتونو د ژمني سیمستر حضوري درسونه د سړې هوا له امله ځنډول شوي وو خو په انلاین ډول یې دوام درلود.