میدان وردګو په پنځمې پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط ترمیم شول

میدان وردګو په پنځمې پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط ترمیم شول افغانستان
د پوځي مسئولینو له لوري زیانمن شوي و

د ملي دفاع وزارت وایي، د میدان وردګو ولایت ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند پمنځمې پلې لواء د تخنیک امریت مسئولینو له لوري ۱۹ بېلابېل ډوله وسایط ترمیم شول.

یاد وزارت ویلي، په دغو  وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموې ټانګونه، ۳ عرادې انټرنشل موټر، ۱ عراده رنجر ،  ۱ عراده کرن او ۱ عراده امبولانس شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مهال د ملي دفاع وزارت د تخنیکي انجنیرانو له لوري د هېواد په قول اردوګانو کې په زرګونه ډوله بېلابېل هغه نظامي وسایط ترمیم او بیا رغول شوي، چې د تېرو جګړو او پخوانۍ ادارې د پوځي مسئولینو له لوري زیانمن شوي و.

تړلي موضوعات