څلور ولایتونو کې نږدې ۲۸۰ جریبه کوکنار اړول شوي

څلور ولایتونو کې نږدې ۲۸۰ جریبه کوکنار اړول شوي افغانستان
په فراه ولایت کې هم د ۱۰۹ جریبه کوکنارو د اړولو خبر ورکړی دی

د کورنیو چارو وزارت ویلي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند، کندهار، ارزګان او فراه ولایتونو کې نږدې ۲۸۰ جریبه کوکنارو له اړولي دي.

یاد وزارت ویلي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د علمیاتو پر مهال ۱۶۸ جریبه کوکنارو کروندې له منځه وړې دي، چې له دې ډلې یي ۱۶۰ جریبه د هلمند ولایت په واشیر، کجکي، مارجې، نوزاد، موسی کلا او سنګین ولسوالیو کې او ۸ جریبه په کندهار او ارزګان ولایتونو کې له منځه وړل شوي دي.

دغې وزارت همداراز په فراه ولایت کې هم د ۱۰۹ جریبه کوکنارو د اړولو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، دغه اندازه کوکنار یې د فراه ولایت په بالابلوک، فراه رود، خاک سفید، بکواه، لاش و جوین او شیب کوه ولسوالیو کې اړولي دي.

همداراز پولیسو ۸۷ تنه دنشه یي توکو د کرلو په تړاو نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یي سپارلي دي.

تړلي موضوعات