دغې ولایت کې په زیاته اندازه نشه یي توکي او الکولي مشروبات له منځه وړل شوي
د کندز ولایت امنیه قومنداني دغه ولایت کې په زیاته اندازه نشه یي توکي او الکولي مشروبات راټول او له منځه وړل شوي.
د یادې قومنداني رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو یې د تېرو دوو کلونو پر مهال راټول شوي نشه یي توکي او الکولي مشروبات له منځه وړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو توکو کې ۲زره او ۲۷۶ کیلو ګرام هېرویین ، ۳۱زره او ۹۵۲ کیلو تریاک، ۹۲زره او ۹۹۰ کیلو چرس،۷زره او ۸۹۴ کیلو شیشه او ۱۹۶ لیتره الکولي مشروبات او زیاته اندازه نشه یي ګولۍ شامل دي.
امنیتي مسؤلینو د دغو توکو له منځه وړلو مراسمو کې ویلي، چې ټول هغه کسان یې نیولي او د قانونو منګولو ته یې سپارلي، چې د نشه یي توکو پر کر، پیر، پلور او قاچاق کې یې لاس درلود.
دا پداسې حال کې ده، چې ټول هېواد کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت ګړندۍ مبارزه د هېواد، سیمې او نړۍ پر کچه له پراخ هرکلي سره مخ شوې ده.