هرات کې زلزله ځپلو ته نوی جوړ شوی ښارګوټی ګټې اخیستنې ته سپارل شوی
د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د قمر بنسټ لوري یو نوی ښارګوټی چې ۶۹ کورونه لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
دغه کورونه چې په عصري او پاخه ډول جوړ شوي، په رسمي ډول د هرات ولایت په زده جان ولسوالۍ کې د تیرې زلزلې زیانمنو کورنیو ته تسلیم شول.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د عزیزي بنسټ له لوري هم د یاد ولایت زلزله ځپلو ته ۳۰۰ نوي جوړ شوي کورونه سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د وروستیو زلزلو ځپلو ته د اسلامي امارت په ګډون د یو شمېر سوداګرو او بنسټونو له لوري په سلګونو نوي جوړ شوي کورنه په واک کې ورکړل شوي، چې لا هم دا لړۍ دوام لري.
ټاکل شوې په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته تر دوه زرو زیات نوي کورونه جوړ او د هغوی په واک کې ورکړل شي.