د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یوه بله بلک هاک چورلکه ترمیم شوه
ملي دفاع وزارت د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې ددې وزارت اړوند د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یوه بله بلک هاک چورلکه ترمیم او پرواز ورکړل شوی.
د یاد وزارت د هوایي ځواک او مدافعې قومندان حاجي عبدالغفار محمدي ویلي، چې له تیرو اووه میاشتو راهیسې په دې بلک هاک چورلکې د تخنیکي انجینرانو له لوري دبیا ترمیم په موخه کار روان وو، چې اوس مهال په بشپړ ډول بیا ترمیم او پرواز ته چمتو کړل شوه.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت مشران په خپلو پښو د یو ولاړ هوایي ځواک جوړولو ته ژمن دي، چې ټاکل شوې دغه ډول نورې چورلکې هم تر بیا ترمیم وروسته خدمت ته چمتو کړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د تیرې ادارې د سقوط پر مهال د کابل په بګرام نظامي هوایي ډګر کې پاتې ډیرۍ چورلکې د بهرنیو ځواکونو له لوري تخریب شوې وې، چې اوس مهال یې د ملي دفاع وزارت د تخنیکي انجینرانو له لوري د بیار ترمیم لړۍ دوام لري.