۹ ولایتونو کې ۲۸ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي

۹ ولایتونو کې ۲۸ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي افغانستان
د تولید څو کارخونې هم کشف او له مینځه وړي دي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۲۸ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي. 

یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان په ننګرهار، پکتیا، کاپیسا، تخار، کندز، هرات، بامیان او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي چې ور څخه ۳ زره او ۹۶۵نشه یي ګولۍ او څه اندازه چرس او هیرویین هم د پولیسو لاس ته ورغلي. 

په ورته مهال کورنیو چارو وزارت ویلي، چې امنیتي منسوبینو په نیمروز ولایت کې د نشه یي توکو د تولید څو کارخونې هم کشف او له مینځه وړي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د نشه یي توکو د کښت، قاچاق او استعمال له منع کیدو وروسته امنیتي ځواکونه په دې برخه کې په جدي ډول مبارزه کوي.

تړلي موضوعات