افغانستان کې تېر کال ۱۴۳ د اوبو بندونه جوړ شوي

افغانستان کې تېر کال ۱۴۳ د اوبو بندونه جوړ شوي بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، تېر کال د افغانستان ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې ۱۴۳ چیک ډېمونه جوړ شوي.

د یاد وزارت د دفتر رئیس مولوي مرزا محمد شکیب کلني راپور کې ویلي، چې د بندونو ترڅنګ ۸۴۲ د اوبو رسونې پروژې بشپړې شوي او په دې برخه کې پر ۵۵۹ نورو پروژو کار راون دی.

نوموړي زیاته کړې، په یادو چیک ډېمونو چې موخه ترې د اوبو مدیریت دی ۴۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت راپدېخوا د افغانستان هغو لرې پرتو سیمو ته چې له لومړنیو خدماتو بې برخې و پام زیات شوی او سلګونه پروژې په دې برخه کې بشپړې شوي دي.

تړلي موضوعات