د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین لانژو نړۍوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق اصاحبزاده چین ته د سفر پر مهال د یاد هېواد لانژو نړۍوال خشکه بندر څخه لیدنه کړې.
ټولګټو وزارت ویلي، د یاد بندر مسئولینو د افغانستان خصوصي سکټور ودې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او حیرتان – مزار شریف نایب اباد تمځای کې د خشکه بندر رامنځته کولو او یاد بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو پر انتقال ټینګار کړی.
د چین لانژو خشکه بندر ستراتیژیک اهمیت ته په کتو رغول شوی، چې د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د چین له بېلابېلو ولایتونو څخه د همدې بندر له لارې مزار شریف ته لېږدول کیږي.
د یادونې ده، چې د افغانستان، چین، قرغزستان او ازبکستان ترمنځ د رېلي دهلېز فعالیدو سره دغه مسیر نه یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد کې اسانتیاوې رامنځته کړې، بلکي د رېلي انتقالاتو حجم کې یې هم زیاتوالی راوستی.