کونړ کې سلګونه کیلوګرامه بیروج ډبرې پلورل شوې
کونړ کې د ازادې بولۍ له لارې د ۵۴ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۸۷ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي بیروج ډبرې پلورل شوې.
د کونړ کانونو ریاست مسئولینو ویلي، د پلورل شویو ډبرو لس سنله یې د دولت خزانې ته ځي په خبره یې، پانګوالو ته یې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
کونړ يو له هغو ولايتونو دی چې زرګونه حرفوي کان کېندنې پکې روانې دي او هره مياشت يې د پانګوالو او کارګرو ترڅنګ د دولت خزانې ته هم ميليونونه افغانۍ عوايد ټولېږي، خو د مسولينو ټينګار بيا پر مسلکي کان کېندنې دی تر څو قيمتي ډبرې په سم ډول استخراج شي.