افغانستان د مالګي تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی

افغانستان د مالګي تولید برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی سوداګرۍ او اقتصاد
افغانستان د اړتیا وړ زیاته مالګه تولیدوي

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، افغانستان د مالګي تولید برخه کې ځان بسياینې ته رسېدلی.

اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، افغانستان لس ولایتونو تخار، سمنګان، بلخ، فاریاب، غور، هرات، پروان پکتیا، غزني او کندهار کې د مالګي کانونه لري، چې دا مهال یې په ۱۲ کانونو کې معیاري کندونې روانې دي.

یاد معاونیت زیاته کړې، له یادو کاونو په میاشتنې ډول ۲۸ زره او په کلني ډول ۳۴۴ زره ټنه مالګه استخراجیږي چې د هېواد تر اړتیا زیاته ده.

د معلوماتو له مخې افغانستان په کلني ډول ۳۰۰ زره ټنه مالګي ته اړتیا لري، چې ۱۶۰زره ټنه یې خوراکي او ۱۴۰زره ټنه یې حیواني ده.

دا مهال هېواد کې د مالګې د پروسس ۵۳ فابریکې هم فعالیت کوي.

د یادونې ده، چې د اقتصادي معاونیت له لوري هېواد ته د هر ډول مالګي په وراداتو بندیز لګېدلی.

تړلي موضوعات