روسیه: نړېواله جنايي محکمه دوه مخې ده!

روسیه: نړېواله جنايي محکمه دوه مخې ده! سیاست
د نړېوالي جنایي محکمې ته د روسیې غبرګون

د روسيې پارلمان لوړ پوړی چارواکی وايي، نړېوالې جنايي محکمې افغانستان کې د لویدیځ جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي.

د روسیې فدراسیون شورا مرستیال کنستانتین کوساچوف وايي، د نړۍ والې جنايي محکمې له لوري د اسلامي امارت د مشرانو د نیول حکم وروسته له هغې صادر شو چې روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده.

دغه روسي چارواکي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له لوري پر مظلومو افغانانو شویو ظلمونو ته په اشارې ویلي، د ماشومانو او ښځو پر وژنه سربېره هلته روغتونونه، کلي او ښوونځي ویجاړ شوي خو دې محکمې غږ نه دی پورته کړی.

کورسیو رسنۍ د نوموړي له قوله لیکلي، دغه ادرس افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شویو جرمونو په تړاو کومه پلټنه نه ده کړې او له همدې امله یې دغه محکمه دوه مخې بللې ده.

تړلي موضوعات