د بندر عباس چاودنه؛ اسلامي امارت د ایران خلکو او حکومت سره غمشریکي کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بندر عباس کې د تېرې ورځې چاودنه زړه بوږنونکې بللې او ایران حکومت، ولس او قربانېانو کورنیو سره یې غمشریکي کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان حکومت او ملت د ایران حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی.
ایراني رسنیو ویلي، د ایران بندر عباس کې د تېرې ورځې چاودنه کې ۱۸تنه وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دې چاودنې دقیق علت نه دی په ډاګه شوی، خو ایراني چارواکو ویلي، ښايي دغه چاودنه کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له کبله رامنځته شوې وي.