فاریاب کې د کډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیستل شو

فاریاب کې د کډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیستل شو افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رئیس مولوي عبدالسلام حنفي فاریاب ولایت ته د سفر پر مهال د بیرته راستنېدونکو کډوالو ځانګړی ښارګوټی پرانیست.

ارګ ویلي، دغه ښارګوتی د یاد ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ کې په ۴ زره جریبه ځمکه جوړېږي، چې د کډوالو لپاره ټول لازم امکانات به ولري.

ښاغلي حنفي د یاد ښارګوټي پرانیستې پر مهال ویلي، د امنیت ټینګښت، ټولنیز ارامښت برابرول او د هېوادوالو په ځانګړي ډول کډوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت له اساسي دندو دي او دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.

تر دې وړاندې اداري مرستیال د سرپل سیداباد ولسوالۍ ته هم د سفر پر مهال بېرته راستېدونکو کډوالو ته ۱۲۰۰ جریبه ځمکه کې ښارګوټی پرانیست.

د یادونې ده، چې له پاکستانه په جبر د کډوالو بېرته راستنېدو دویم پړاو تر پیل وروسته افغان حکومت کډوالو ته د ځمکو ځانګړې کولو هڅې زیاتې کړې، چې تر اوسه بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښارګوټي پرانیستل شوي دي.

تړلي موضوعات