د افغانستان برېښنا شرکت: مرستندویه بنسټونه دې افغانستان کې نیمګړې پروژې بشپړې کړي

د افغانستان برېښنا شرکت: مرستندویه بنسټونه دې افغانستان کې نیمګړې پروژې بشپړې کړي افغانستان
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې سره

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالباري عمر له نړېوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې په افغانستان کې نیمه پاتې پروژې بشپړې کړي.

 ښاغلي عمر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره د کتنې په مهال په هېواد کې د پراختیايي او نیمه پاتې پروژو په اړه خبرې اترې کړې دي.

 د برېښنا شرکت رئیس ټولنیزو، اقتصادي، صنعتي او کرنیزو برخو کې د برېښنا اهمیت ته په اشارې سره له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د برېښنا رسونې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

 په ناسته کې اوتونبایوا د برېښنا اړوند پروژو بشپړولو لپاره د نړېوالو تمویلوونکو سازمانونو د هڅونې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

 د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې په ګډون د برېښنا څو مهمې پروژې، چې د نړېوالو بنسټونو لخوا د اسلامي امارت له واک ته رسېدو دمخه پیل شوې وې، له بشپړېدو یې وړاندې چارې درېدلې.

تړلي موضوعات