امربالمعروف وزارت: تېر کال تر زرو زیاتو جبري نکاحو مخنیوی شوی دی

امربالمعروف وزارت: تېر کال تر زرو زیاتو جبري نکاحو مخنیوی شوی دی افغانستان
انځور ارشیف

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، تېر کال دغه وزارت توانېدلي، چې د ښځو حقونو ټینګښت برخه کې بریالی عمل وکړي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر حریت راډیو ته ویلي، تېر ۱۴۰۳ کال د یاد وزارت محتسبین توانېدلي چې هېواد کې د ۱۱۳۳ جبري نکاحو مخنیوی وکړي.

په ورته مهال امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر په مشرۍ یو ناسته کې چې د کابل ښار محتسبینو په شتون کې ترسره شوه د ناوړه رواجونو په اړه د اسلامي امارت مشرتابه نوي فرمان په عملي کولو ټینګار شوی دی.

ښاغلي حنفي له محتسبینو غوښتي، د دغې فرمان د تطبیق لپاره دې ټولنه کې ذهنیت جوړونه وکړي او په پلي کولو کې یې پوره هڅې وکړي.

د یادونې ده، چې د ناوړه رواجونو په اړه د اسلامي امارت مشرتابه یو فرمان توشیح کړی، چې د فعالانو په خبره په تطبیق سره به یې ټولنه کې د ناوړه رواجونو او بې ځایه لګښتونو مخنیوی وشي.

تړلي موضوعات