افغان او قزاقي چارواکو د زېربنایي پروژو په اړه خبرې وکړې
د افغانستان ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني کابل کې د قزاقستان هېواد له سفیر ګزیزا کباسوف سره د کتنې په مهال په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په زیاتوالي خبرې کړې دي.
لیدنه کې ښاغلي ثاني د افغانستان اوسپنې پټلۍ برخه کې ملي او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې د ونډې اخیستو غوښتنه کړې.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار کړی دی.