د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغان کډوال ازاد شوي

د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغان کډوال ازاد شوي افغانستان
انځور ارشیف

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بند خونو ۱۷۵ افغان بندیان تر ازادېدو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار سپین بولدک کمسیارۍ ویلي، راخوشې شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي، چې له یوې تر درېیو ورځو په زندان کې ساتل شوي وو.

ویل کیږي دغه کسان تر نوم لیکنې او د مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.

د یادونې ده، چې وروستیو اونیو کې بېلابېلو هېوادونو کې د افغانانو د راخوشي کولو هڅې زیاتې شوې، چې تېرو څو ورځو کې سلګونه افغانان د ایران او پاکستان له زندانونو له راخوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات